من هو ابن منظور

0 views
Skip to first unread message
Message has been deleted

Tae Damndjperiod

unread,
Jul 14, 2024, 8:27:12 PM7/14/24
to dandbusigta

منظور احمد پښتين یا منظور پښتین په کال ۱۹۹۴ کې د سويلي وزيرستان په يو وړوکي کلي مولې خان سرای کې زېږېدلی. پلار عبدلودود مسيد يې د کلي په پوھنځي کې استاد دی او ځکه منظور پښتين خپلې لومړۍ زدکړې هم د کلي د پوھنځي څخه پيل کړي. د تعليم مزل يې د ګومل پوهنتون ډېره اسماعيل خان څخه د ډي وي آيم يا د څارويو د ډاکټر د سند په اخستلو پاې ته ورسيد.[۱]

ښاغلی پښتين د جنورۍ تر اخره يو ناپيژندلي ځوان او ډيرو خلګو هم نه پيژنده خو کله چې يې د فبرورۍ په لومړۍ ورځ په اسلام اباد کې د پاکستان د پوځ د روي په ضد احتجاجي پرلت ووهلو نو د پښتنو په کور کور کلي کلي او په نړۍ کې خورو پښتنو وپيژند. د څيړنکارو په وينا د منظور پښتين نوم د پاکستان په نورو ښارونو کې دومره شهرت ځکه ونه موند چې د اردو ژبې ميډيا ته پاکستاني چارواکو پټ احکامات ورکړي وو چې د پښتنو د پاڅون په اړه دې د خلکو ډيره توجه نه راگرځوي.

من هو ابن منظور


تنزيل الملف ===> https://mciun.com/2yZVUD



ښاغلی پښتين د شمن خيل مسيد قبيلې د يوې غريبې کورنۍ دی. وړوکوالی يې په خپلو روايتي پښتنو کې تير شوی او ډير تنکی ځوان و چې په کال ٢٠٠٩ کې د پاکستان د پوځي عملياتو په ترڅ کې سره د کورنۍ د خپلې سيمې نه کډوال کړی شو. د کډوالۍ ژوند يې په ډيره اسماعيل خان کې تير کړو.

منظور پښتين څلور وروڼه او درې خويندې لري چې دې په کې د ټولو مشر دی. تير کال يې واده کړی. د کډوالۍ د سختو ورځو په اړه واي خپل وطن پرېښودل ورته ډير گران کار و. واي پلار يې د کډوالۍ په وخت په ده پاسلونه کړې وه چې که هر څنگه وي د هغه کتابونه دې خوندي کړي. خو په افسوس سره واي چې کله واپس کلي ته لاړو نو نه يې د کور ودانی پاتې و او نه کتابونه. منظور پښتين واي پلار يې په کور پسې دومره نه و خفه خو په کتابونو پسې يې وژړل.

منظور پښتين واي د کتابونو لوستل ورته د پلار نه لکه د ميراث پاتې دي. ښاغلې پښتين د عدم تشدد علمبردار باچا خان د روښانيانو د تحريک مشر پير روښان او د پښتنو د تاريخ او ادب لوې ننگيال خوشحال خان خټک خپل لارښود مني. د گومل پوهنتون په دوره کې منظور پښتين د ټرايبل سټوډنټس ارگنايزيشن مشر هم پاتې شوی او د دنيا د ډيرو انقلابونو او انقلابيانو په اړه يې لوست کړی دی.[۲]

د منظور پښتين په وينا د اسلام اباد په پرلت کې ورته د ټولو نه گران او بوگنونکي وختونه هغه وو چې کله حکومتي ملکانو د حکومت سره دا ومنل چې زمونږ غوښتنې پوره شوې او نور به احتجاج ختموو. او وایيچې خلکو له يې ډاډ په دې ورکولو چې که ستاسو نه هر څه هم څوک يوسي خو ستاسو زغم او حوصله ستاسو تر ټولو لوي قوت دی او په دې يې ډاډ پيدا شو چې گډونوالو د منظور پښتين د خبرې ملاتړ اعلان کړو.

حوصله يې ډيره قوي ده په تش جيب په خپلو پښو د پښتنو کلو بانډو ته تلی او خپل پيغام يې رسولی. ښاغلي پښتين خپل لومړی تنظيم د محسود تحفظ تحريک په نوم په کال ٢٠۱۴ کې جوړ کړو او چې کله په دې وپوهېدو چې خپله کورنۍ او قبيله يې په شا ودريدل نو د تنظيم نوم يې د محسود نه د پښتون تحفظ تحريک يا پښتون ژغورنې غورځنگ ته بدل کړو.

د اسلام اباد پرلت ته د منظور پښتين لومړۍ وينا دا وه چې کومې غوښتنې يې راوړي اول يې ورته د پاکستان ايين او قانون ښه مطالعه کړې او داسې نه ده چې په پټو سترگو راغلی دی.

د ماينونو د صفا کولو په اړه واي دې مسلې ته يې پوره توجه هله وگرځيده کله چې خبر شو د سکول د استاد يې دواړه پښې د ماين په چاودنه کې الوتې دي. د ماينونو د ښکار شوو خلکو مرسته يې له اوله کوله چې هم يې ورته مالي مرستې ټولولې او هم يې ورته د وينې بندوبست کولو خو دې پېښې يې د ماينونو په اړه نظر بدل کړو. واي استاد له يې نه دی تلی او نه د تلو زغم لري ځکه څنگه به هغه استاد وويني چې دی يې تر دې ځايه رارسولی او هغه به ورته ستړي مه شي ته پاڅيدلی نه شي.

د نورو خواخوږو په شان منظور پښتين پخپله هم د خپل ژوند په اړه انديښمن دی. په خوي ډير عاجز دی او نزدې ملگري يې واي منظور پښتين ډير شريف او ذهين ځوان دی. په خپل مقصد ډير مين او په خپل دريز کلک ولاړ دی.

منظور د خپل ناچاپه کتاب په اړه هم ډير انديښمن دی او واي د وزيرستان په حالاتو دغه ١۴٠٠ پاڼې کتاب به پښتانه او بشر خوښي خلک دير خپه کړي چې دوي دا ولولي د وزيرستان په خلکو څه تير شول.

د وزيرستان د خلکو شتمنۍ له منځه لاړې او د ډرون نه واخله د جنگي جهازونو په بمبارو کې په وزيرستان څه ونه شول. د طالبانو په اصليت او ظلمونو يې هم رڼا اچولی ده. واي انديښمن دی که په پښتو ژبه ليکلی کتاب يې چاپ شي دا به د خلکو قهرجن غبرگون رامنځ ته کړي.

د اسلام اباد د پرلت يا احتجاج په اړه وایي چې دا يې د ژوند لويه کاميابي ده او نيت لري يو کتاب په دې هم وليکي چې په پرلت کې يې څه وليدل څه پرې تير شول کله زړه ماتی شو او څنگه يې خپل زغم ماتېدو ته پرېښودی نه دی. د وزيرستان په ښځو او ماشومانو څه تير شول او څنگه يې د رواياتو سره لوبې وشوې. منظور پښتين دا هر څه قلم ته د سپارلو نيت لري.[۳]

د منظور پشتین په مشرۍ پښتون ژغورنې غورځنګ د یکشنبې په ورځ (٢٢ اپریل ٢٠١٨- ٢ غویی ١٣٩٧) د پاکستان د پنجاب صوبې د لاهور ښار غونډه کې له عدالت پرته وژل شویو او ورکو کسانو لپاره د حقیقت او پخلاینې کمېسون د جوړېدو غوښتنه وکړه.د لاهور د موچي دروازې سره نږدې موچي باغ کې نوموړي خپلو زرګونو پلویانو ته وینا کې وویل موږ له عدالت پرته د وژل شویو ورکو کسانو او نورو مسلو د اواري لپاره د حقیقت او پخلاینې کمېسون د جوړېدو غوښتنه کوو. د پوځي ښوونځي د وژلو شویو وارثان دې هم له دې کمېسون انصاف وغواړي.د ۲۰۱۴ کال وروستیو کې د پېښور پوځي ښوونځي باندې ډله ییز برید کې له سلو ډېر زدکوونکي ووژل شول.د موچي باغ ناسته کې دریځ ته د تلو پر مهال د منظور پښتون تود هرکلی وشو.هغه په وینا کې وویل چې کراچۍ کې له عدالت پرته د وژل شوي نقیب الله مسید لپاره یې د انصاف او له پولیسو د راو انوار د نیولو غوښتنه وکړه. ټول پاکستان زموږ غوښتنې ولیدلې خو دا یې هم ولیدل چې نتیجه یې څه ده. وموړې له محکمې پرته وژنو په تړاو خبرو کې وویل د پاکستان قانون وايي چې څوک تېروتنه وکړي محکمې ته یې کش کړئ خو په زرګونو پښتانه له عدالت پرته وژل شوي دي. د ورکو کسانو په تړاو نوموړي خبرو کې وویل چې خلک په مختلفو لارو وژل شوي د کلیو نوم او تاریخ درته وايي تاسو لاړ شئ موږ چلباز خلک نه یو چې بې ځایه تور لګوو موږ ریښتوني خلک یو او تل ریښتیا وایو. د خپل غورځنګ او ځان په هکله یې نیوکو ته ځواب کې وویل چې دی او پلار او وروڼه او ملګري یې هم ترهګر بلل شوي وو. نومووړي د پاکستان په رسنیو هم نیوکه وکړه او ویې ویل چې د دوی سره توپیري چلند کوي. هغه وويل چې موږ د پاکستانۍ رسنۍ درناوی کو خو تاسو منافقت کوئ زموږ د مخالفانو ټکی ټکی خبرې را اخلئ خو زموږ دریځ او ریښتونولي نه وینئ. د دې ناستې د امنیت لپاره ۶۰۰ پولیس ګومارل شوي وو.[۴]

03c5feb9e7
Reply all
Reply to author
Forward
0 new messages